افغانستان 26 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په تېره یوه اوونۍ کې د افغانستان اوسپنې پټلۍ له لارې څه د پاسه ۶۹ زره ټنه انتقالات شوي دي

د افغانستان اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې د روان کال (د لېندۍ له ۱۸مې څخه تر ۲۴مې) پورې، د هېواد د اوسپنې پټلۍ له لارې، ۶۹ زره ۱۰۳ ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

اوسپنې پټلۍ اداره

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛  د افغانستان اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۴۳ زره ۵۳۳ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۳ زره۲۹۰ ټنه او د تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۲ زره۲۸۰ ټنه واردات چې ټولټال ۶۷ زره ۴۴۹ ټنه نفتي او نور توکي دي؛ هېواد ته وارد شوي او همدا رنګه، په ياده موده کې ۱۶۵۴ ټنه تجارتي مالونه چې زیاته برخه یې وچه مېوه ده، صادر شوي دي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د معلوماتو له مخې؛ د دې ادارې په انتقالاتو کې د تېر کال په نسبت سږ کال  ۲۲ سلنه ډېروالی راغلی دی. همدا رنګه دغه ادارې توانېدلې چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې څه د پاسه یو میلیارډه ۴۲۱ میلیونه افغانۍ راټول او د اسلامي امارت خزانې ته وسپاري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *