د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ د اناتولي په وینا، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د فلسطین د خلکو د خپلواکۍ د حق په اړه پریکړه لیک د رایو په غوڅ اکثریت تصویب کړ. دغه پریکړه لیک د فلسطین د خلکو په هر ځای کې چې وي، د خپل برخلیک د ټاکلو او د ازادۍ د ترلاسه کولو په حق باندې تاکید کوي او د فلسطین د مسئلې د عادلانه او جامع حل د ترلاسه کولو اصلي شرط ګڼي.