افغانستان 26 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ټولګټو سرپرست وزیر، ولایتي رئیسان خپلو اړوندو مسئولیتونو ته ځیر کړل

د ټولګټو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري، د ادارې او مدیریت تر عنوان لاندې د درې ورځني ورکشاپ په وروستۍ ورځ، د ۳۴ ولایتونو له ټولګټو رئیسانو سره وکتل.

معمار آژانس د خبر له مخې؛ د ټولګټو وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې، لومړۍ د ټولګټو وزارت د ترانسپورتي زېربناوو انستیتوت رئیس پوهنمل ډاکټر ذبیح الله رسولي، ولایتي رئیسانو ته د ظرفیت لوړونې د درې ورځني ورکشاپ لنډ راپور وړاندې کړ او ویې ویل چې په دغه ورکشاپ کې ولایتي رئیسانو ته د پلانگذارۍ، د پروژو د تطبیق څارنه، د سړکونو ساتنه او څارنه او د قراردادونو د مدیریت اړوند موضوعات له ګډونوالو سره شریک شول.

دغه راز د ټولګټو سرپرست وزیر د ورکشاپ د ترسره کولو په اړه ویلي، چې د دغه ورکشاپ د ترسره کولو موخه د تجربو شریکول او د سپارل شویو چارو په ښه توګه ترسره کول دي.

هغه ولایتي رئیسان خپلو اړوندو مسئولیتونو ته ځیر کړل او لارښوونه یې ورته کړې چې په ورسپارل شویو چارو کې دې لومړی د الله (ج) رضا او بیا د افغانستان د خلکو خوښي په پام کې ونیسي.

د ورکشاپ په پای کې، د ټولګټو وزارت سرپرست د ادارې او مدیریت د درې ورځني ورکشاپ ګډونوالو ته ستاینلیکونه ورکړل.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *