افغانستان 26 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د ملي دفاع وزارت د جګړیزو ګډو زده کړو له قومندانۍ څخه لسګونه سرتېري فارغ شول

د جګړه ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه د پنجشېر ولایت ۸۸ تنه نوي جذب شوي سرتېري د منځمهاله پوځي او عقیدتي زده کړو ترلاسه کولو وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

memaarpress.com

د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې: په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت مرستیال مولوي بازمحمد  حمیدي  د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قومندان ملا عبدالجبار صدیقي د جلب او جذب قوماندان مولوي تراب الهادي  طیب عمر  او د یاد وزارت ګڼ شمېر مسئولینو او سرتېرو ګډون کړی وو.

په غونډه کې مسئولینو د اسلامي اردو په لیکو کې ملي یووالی اړین وباله او ډاډ یې ورکړ، چې داسې یوه اسلامي ملي اردو به چمتو کړي، چې د اسلامي ارزښتونو، ملي یووالي، ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا  ساتونکي وي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نوي جلب شوي ځوانان د پنجشېر ولایت څخه وو، چې د خپل دین او هېواد د خدمت کولو لپاره یې په ډېره مینه او جذبه نوم لیکنه کړې وه او همدا راز په پای کې یادو فارغانو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *