د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیر الله خیر خواه نن د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ او د یاد ولایت د ملي راډیو تلویزیون له رئیسانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه کې د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي نور محمد حنیف او د دغه ولایت د ملي راډیو ټلویزیون مشر مولوي امان الله عادل د ترسره شویو فرهنګي او رسنیزو فعالیتونو، پرمختګونو او لاسته راوړنو راپور له وزیر سره شریک کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ او د ملي راډیو ټلویزیون د مشرانو فعالیتونه وستایل او په یو شمېر برخو کې یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.
د یادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر له دې وړاندې د نورستان، کونړ، سرپل، کندهار، غزني، لوګر، نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ له رئیسانو سره هم کتلي و او د چارو پر لا ښه والي یې ټینګار کړی و.