افغانستان 24 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست د ايران او ترکيې د يو شمېر شرکتونو له استازو سره وکتل

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور نن د ایران هېواد د (سازه های صنعتي آذران) شرکت له استازو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.

شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور

په دغه کتنه کې دواړو لوريو په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان په کانونو د پانګونې په اړه خبرې وکړې.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل: هغه ملي او نړیوال پانګوال، چې غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي اسلامي امارت يې هرکلی او ملاتړ او دوی ته د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه کوي.

د يو بل خبر له مخې؛ د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شيخ الحدیث شهاب الدین دلاور د 77 ساختماني شرکتونو له استازي حسین اوني بوتسالي او د ترکیې هېواد پخواني سفیر سره نن په خپل کاري دفتر کې ولیدل.

بوتسالي په دغه ناسته کې وویل: چې د افغانستان انرژۍ په برخه کې د ترکیې هېواد 77 ساختماني شرکتونو پانګونه کړې او همدارنګه یې د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته چمتوالی څرګند کړ، چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د هغه ستاینه او هر کلی وکړ.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *