افغانستان 24 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ قومي مشران: د ح نظام د ثبات او ټينګښت لپاره د هر ډول همکاريو ته چمتو یو

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر پرون د تخار ولایت د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او مخورو سره په سپيدار ماڼۍ کې وکتل.

مولوي عبدالکبیر پرون

د معمار  د خبري اژانس د خبر له مخې؛ د یادې ولسوالۍ قومي مشرانو په دغه کتنه کې له اسلامي امارت څخه د هر اړخیز ملاتړ څرګندولو ترڅنګ وویل، چې د افغانانو هیله په هېواد کې د اسلامي نظام ټینګښت و او اوسمهال دغه موخې ته رسېدلي دي.

یادو مشرانو د خپلې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزې هم د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې او د اسلامي نظام د ثبات او ټينګښت لپاره یې د هر راز همکاريو ډاډ ورکړ.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر له یادو مشرانو څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اسلامي امارت دروازې د ټولو افغانانو پر مخ خلاصې دي او مسؤولین د خلکو په خدمت کې دي. نوموړي یادو مشرانو او مخورو ته ډاډ ورکړ، چې د دوی د ستونزو حل ته به جدي پاملرنه وکړي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *