د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ هندي او چينايي رسنيو د دوشنبې په ورځ (د دسمبر په ۱۲مه نېټه) خبر ورکړ چې د دواړو هېوادونو پوځي ځواکونو د جمعې په ورځ د دسمبر په ۹مه نېټه د هند په شمال ختيځ کې د اروناچل پرداش په جنجالي سرحدي سيمه کې ډزې وکړې. دوه کاله وړاندې په دغه شخړه کې شل هندي پوځيان وژل شوي وو او د وژل شويو چينايي سرتېرو کره شمېره نه ده خپره شوې.