د معمار د خبري اژانس د خبر له مخې؛ یوناما د دې غونډې په اړه ټویټ کړی چې روزا اوتنبایوا د طالبانو د مالیې له وزیر سره د افغانستان د “ملي بودیجې او اقتصادي پلانونو” په اړه خبرې وکړې او تمه ده چې دا ناستې دوام وکړي. باید وویل شي، چې تر دې وړاندې هم مرستندویه هېوادونو ټینګار کړی و، چې دغه مرستې به د طالبانو د حکومت له مداخلې پرته ولګول شي.