افغانستان 22 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبانو او په دايکنډي کې د شلو تنو ملکي وګړو نيول

د دايکنډي ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې سيمه ييزې سرچينې وايي چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د دې ولسوالۍ له بېلابېلو کليو څخه تر ٢٠ ډېر کسان نيولي دي.

دایکندی

د معمار د خبر له مخې؛ د اشترلي يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل چې طالبانو د جمعې په ورځ (د قوس ١٨مه) ١٦ کسان نيولي او له هغوى يې وسلې غوښتې دي. هغه زیاته کړه: “طالبانو دغو کسانو ته ویلي، چې ستاسو ملګرو په تېر رژیم کې کار کړی او په بېلابېلو ځایونو کې یې زموږ پر ضد جګړه کړې، اوس باید موږ ته وسلې او مهمات ورکړي.” د دغې سرچينې په وينا، نيول شوي افغان دوکانداران، ښوونکي، قومي مخور او عام خلک دي. دوی د قوچنقي، تګاب، نوجوک او شیخ میران د کلیو اوسېدونکي دي. رسنیو ته په ورکړل شوي نوملړ کې لیدل کېږي، چې طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې په اشترلي کې تر ۲۰ ډېر ولسي وګړي نیولي او یو شمېر یې د وسلو له سپارلو وروسته خوشي کړي دي. د اشترلي ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى شکيب (مستعار نوم) وايي، وسله وال طالبان چې په دې وروستيو کې دې ولسوالۍ ته تللي، هره ورځ خلک بنديان او ځوروي. د هغه په ​​وينا، د طالبانو دغه ډول چلند د اشترلي ولسوالۍ د اوسېدونکو تر منځ وېره رامنځته کړې ده. د دايکنډي په بېلابېلو سيمو کې په تېرو څو اوونيو کې پر طالبانو د خلکو فشار زيات شوى دى. په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ګواښونو او وېرې له امله د دایکنډي ولایت د مرکز “نرمګ” او “میانه قل” له کلیو څخه ۱۶ کورنۍ او نهه تنه بې کوره کسان کډه کولو ته اړ شوي دي. طالبانو د روانې میاشتې په لومړیو کې هم د دایکندي په مرکز سیوک شیبر کلي برید وکړ او د دریو ماشومانو په ګډون یې اته ملکي وګړي په ډزو ووژل. طالبانو دغه کسان «باغیان» بللي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *