مولوي هبة الله اخندزاده د ۲۰۲ ګڼې حکم پر بنسټ د ملي تدارکاتو کمېسیون جوړ شو.
د معمار د خبری آژانس د خبر له مخې: یاد کمېسیون چې مشري یې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په غاړه ده، موخه یې د روڼتیا رامنځته کول، غوره خدمتونو وړاندې کول، تدارکاتي ستونزو ته د حل لارو موندل او د تدارکاتي چارو فعالیت او تنظیم دی.
د یاد کمېسیون غړي د مالیي او اقتصاد وزارتونو سرپرستان، د چارو ادارې لوی رئیس او د پروژې پر بنسټ د اړوند سکتوري وزارت سرپرست دي او ټاکل شوې ده، چې یاد کمېسیون به نن خپله لومړنۍ ناسته ترسره کړي.