افغانستان 21 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

کفن اغوستې مظاهره کوونکي ښځې: په افغانستان کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه اوج ته رسېدلې ده

یوې ډلې مظاهره کوونکو ښځو د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د کفنونو په اغوستلو او لاسونو په زنځیرونو تړلو سره خپله خپګان څرګند کړ چې د افغان ښځو او نجونو په وړاندې د بشري حقونو د بنسټونو بې غوري یې بولي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ښځو دغې ډلې په یوه پرېکړه لیک کې ویلي، که بشري حقونه موجود وای، نو افغان مېرمنې به په افغانستان کې د نړیوالې ترهګرۍ د ملاتړي ډلې له خوا اسیر نه وې. مظاهره کوونکو ښځو ویلي، چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه اوج ته رسېدلې ده. خو ملګري ملتونه، د بشري حقونو بنسټونه او نړۍ دا «جنايتونه» څاري او پر شونډو يې چوپتيا پټه کړې ده. دغو ښځو ویلي چې ملګري ملتونه او نړیواله ټولنه په بې شرمۍ له طالبانو سره تماس او تفاهم کوي. مظاهره کوونکو ښځو ویلي چې دوی د طالبانو په جنایت کې ملګري ملتونه او د ناټو غړي هېوادونه شریک ګڼي. د دوی په وینا دغه هېوادونه له یوې خوا د افغانستان له ښځو او خلکو خپل ملاتړ اعلانوي او له بلې خوا د طالبانو د پیاوړي کولو لپاره میلیونونه ډالر لیږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *