افغانستان 21 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو د مهاجرینو چارو وزارت په ایران کې د افغان مهاجرینو په اړه د څلور اړخیزې غونډې د جوړولو اعلان وکړ.

معمار پرس

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د دغه وزارت په وینا په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د ایران، پاکستان، طالبانو او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي ګډون وکړي. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو د وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په دې کتنه کې به د افغان مهاجرینو د ستونزو د حل او په دغو دوو هیوادونو کې له هغوی سره د مرستو د دوام پر څرنګوالي خبرې وشي. دغه طالب چارواکي زیاته کړه چې په افغانستان باندې د دغې ډلې له واکمنۍ وروسته په دغه هیواد کښې امنیت تامین شوی او د دغې ډلې پلاوی به ایران ته په خپل سفر کښې به کډوال وهڅوي چې بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو له مخې، مخکې له دې چې طالبان پر افغانستان واکمن شي، ۳.۴ میلیونه افغان کډوال په ایران کې اوسېدل، چې نږدې دوه میلیونه یې ناقانونه کډوال وو. خو دغه سازمان ویلي دي چې د تیر کال له اګست میاشتې وروسته په سلګونو زره افغان مهاجرین ایران ته تللي دي. د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د معلوماتو پر بنسټ دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱،۳ میلیونه قانوني افغان کډوال مېشت دي، خو اټکل کېږي چې په سلګونو زره افغان کډوال هم له قانوني اسنادو پرته په پاکستان کې مېشت دي. دا څلور اړخیزه غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره په وروستیو میاشتو کې دغو دوو هیوادونو د افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ زیاته کړې ده. د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ د ډسمبر په ۱۱ مه (د قوس ۲۰مه) وویل چې یوازې د قوس له ۱۷مې تر ۱۹مې پورې ۳۷۵۵ افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي دي. دغه وزارت زیاته کړې، چې په تېرو میاشتو کې ډېری دغه کډوال چې په ناقانونه توګه ایران ته تللي وو د هغه هېواد د پولیسو له خوا نیول شوي او په زوره بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت په وینا یوازې پرون د ماشومانو او ښځو په ګډون شاوخوا سل افغان کډوال د پاکستان له پولو افغانستان ته داخل شول.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *