افغانستان 20 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

نعیم وردګ: افغان ولس د چړې، حد او غچ هرکلی کوي

په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک د وروستیو کړنو د توجیه کولو لپاره چې په کې هره ورځ د وهلو ټکولو او د اعدام سزاګانې شاملې دي ادعا وکړه چي د افغانستان ډېری خلک د دغه ډول کړنو هرکلی کوي

معمار وحدت

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي وردک له بي بي سي سره په خبرو کې دا ادعا هم وکړه چې د وهلو، اعدام او قصاص په څېر کړنې د اسلام ثابت اصول دي او زیاته یې کړه چې دا ډول کړنې هم په اسلامي هېوادونو کې د عدالت د پلي کېدو لپاره کېږي. په دوحه کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردک وايي، د افغانستان خلک د قصاص، دُرو د وهلو او اعدام غوښتنه کوي. د قصاص سزا د اسلامي امارت له جوړېدو وروسته د لومړي ځل لپاره نافذه شوه. دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د اسلامي امارت لوړ پوړي مشران د افغانستان له پلازمېنې کابل څخه د افغانستان لوېدیځ فراه ولایت ته تللي وو چې د یوه سړي د قصاص په تور د اعدام سزا له نږدې وګوري. د دغې سزا عملي کېدل پراخ غبرګونونه راپارولي او د ملګرو ملتونو، د بخښنې نړیوال سازمان، د بشري حقونو د څار سازمان، امریکا، فرانسې او نورو سازمانونو په ګډون ګڼو نړیوالو سازمانونو دا کار په کلکه غندلی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *