افغانستان 20 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

مولوي حنفي: د شريعت له مخې د قصاص حکم باید په عام محضر کې اجرا شي

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال د «قصاص حکم» د پلي کولو په عامه توګه په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي دي چي د شریعت له مخې قصاص باید اجرا شي.

مولوي حنفي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال عبدالسلام حنفي د «قصاص حکم» د پلي کولو په عامه توګه په اړه د نیوکو په غبرګون کې ویلي دي چي د شریعت له مخې قصاص باید اجرا شي.

حنفي فارياب ولايت ته په خپل سفر کې د دې نيوکې په ځواب کې وويل چې قصاص بايد “په هر ډول چې ممکنه وي، پلي شي.”

هغه زیاته کړه چې د طالبانو د حکومت قانون شریعت دی او په شریعت کې قصاص جایز دي.

په همدې حال کې منتقدین وايي چې د طالبانو په قضايي ارګانونو کې اجراات عادلانه نه دي او د تورنو کسانو حقونو ته درناوی نه کېږي.

د طالبانو د لومړي وزیر مرستیال فارياب ته دخپل سفر په بهير کې ددغه ولايت له اوسېدونکو سره ژمنه وکړه چې د اوبو دکمښت، د المار او ده‌ندره د بندونو دجوړولو او دکوهستان او ګرزيوان ولسواليو د سړکونو په جوړولو به کار وکړي.

طالبانو واک ته له راستنېدو وروسته د لومړي ځل لپاره تېره اوونۍ په فراه ولایت کې د دې ډلې د مشرانو په حضور کې پر یوه سړي د «قصاص حکم» په عام محضر کې اجرا کړل. دغه عمل نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *