د ترکیې ولسمشر اعلان وکړ چې د وروستي ځل لپاره به د ۲۰۲۳ کال ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند وي.
د معمار د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د ۲۰۲۳ کال د جون په ټاکنو کې به د وروستي ځل لپاره ځان کاندید کړي. په ترکیه کې د نوي نظام له مخې یو کس په اعظمي توګه دوه ځلې ولسمشر ټاکلی کېداې شي. د اردوغان پنځه کلنه دوره د 2023 په جون کې پای ته رسیږي، او په دې اړه بحثونه دوام لري چې ایا هغه کولی شي چي بیا ځان کاندید کړي.