افغانستان 19 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو په واکمنۍ سره د فساد مخه نیول شوې ده

د طالبانو د رئيس الوزرا اداري مرستیال فاریاب ته په خپل سفر کې ولدعا وکړه چې د طالبانو په راتلو سره په ټولو برخو کې شفافیت تامین شوی او د فساد او رشوت مخه نیول شوې ده

معمار وحدت

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ عبدالسلام حنفي په میمنې ښار کې د سیمه ییزو چارواکو او خلکو په ګډون په یوه غونډه کې وویل: چې طالبان هوډ لري ولس ته صادقانه خدمت وکړي او د پوهنې، روغتیا، لوړو زده کړو، کرنې، څښاک پاکو اوبو او سړکونو په برخو کې د ولس د غوښتنو د پوره کولو لپاره هلې ځلې وکړي.

د یاد وزارت د مرستیال په وینا، پخوا به د کارکوونکو معاشونه ۷۰ سلنه له بهرنۍ بودیجې او یوازې ۳۰ سلنه یې له داخلي بودیجې ورکول کېدل، خو د طالبانو له جوړېدو سره د ۸۳۰ زره دولتي مامورینو داخلي بودیجې څخه تامنیږي .

خو د فارياب امنيه قوماندان ټينګار کوي چې د دغه ولايت اوسېدونکي د روغتيا، پوهنې، سړک، د څښاک اوبو او د لوړو زده کړو په برخو کې جدي ستونزې لري او بايد ورته جدي پاملرنه وشي.

د رئيس الوزرا اداري مرستیال دا سفر په داسې حال کې شوی، چې د هېواد د شمال اوسېدونکي د سړې هوا له راتګ سره د بې کارۍ او د اومو موادو او سونګود بیو له لوړېدو شکایت کوي

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *