افغانستان 19 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

حکمتیار خپلو پلویانو ته: د یوې بلې جګړې او مبارزې لپاره چمتووالی ونیسئ

د حزب اسلامي پر جومات له وسله وال برید یوه اونۍ وروسته ګلبدین حکمتیار د دغه ګوند له پلویانو وغوښتل چې بلې جګړې ته چمتو شي.

معمار وحدت

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: نوموړي د حزب اسلامي خپلو پلويانو ته په خطاب کې وويل، چې بايد ملت له دې “جنايتکار، غدار، غدار او دين ضد” ډلې وژغوري. ښاغلي حکمتیار د کومې مشخصې ډلې نوم وانخیست.

د حزب اسلامي مشر د جمعې د لمانځه په خطبه کې وويل، حزب اسلامي تل د افغانستان د کړکېچ پر سوله ييز حل ټينګار کړى، خو يو شمېر “جنايتکاران” دا نه شي زغملى او پر جوماتونو او ښوونځيو بريدونه کوي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې دغه ګوند د ملي اجماع د استازیتوب او د اساسي قانون د تعدیل په اړه د نوې پرېکړې په موخه د بین الافغاني مذاکراتو او د یوې منتخبې شورا د جوړېدو وړاندیز کړی دی.

هغه زیاته کړه: خو نه یوازې دا چې زموږ او د ملت غوښتنو ته یې پام نه دی کړی، بلکې دوی یې نه شی زغملی او د جومات د ورانولو او د عبادت کوونکو د وژلو پرېکړه به وکړی.

د حزب اسلامي پر جومات د برید په اړه ښاغلي حکمتیار وویل چې د لومړنیو څېړنو له مخې د دغه برید عاملین تاجکان وو.

حکمتیار وویل چې یو تن بریدګر ځانمرګی برید ته چمتووالی نیولی و چې د ساتونکو له خوا ووژل شو. هغه زياته کړه، چې ځانمرګى بريدګر په سر کې ويشتل شوى او ټول هغه اسناد چې د بريد کوونکي هويت ښيي، په لاس کې دي. حکمتیار زیاته کړه چې له بریدګرو څخه د داعش تور بیرغ هم ترلاسه شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *