افغانستان 17 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو استازو خپلې ستونزې د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر سره شریکې کړې

د نفرایټ کانونو د قراردادي شرکتونو یو شمېر استازو، د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شیخ الحدیث شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل

خبرگزاری معمار وحدت

د کانونو او پټرولیم وزارت نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کتنه کې، د شرکتونو استازو د نفرایټ ډبرو د استخراج څرنګوالي په اړه شیخ الحدیث دلاور ته معلومات وړاندې کړل.

هغوی دغه راز د کان کېندنې د ښه والي په برخه کې، خپلې یو لړ ستونزې او وړاندیزونه له سرپرست وزیر سره شریک کړي او د حل غوښتنه یې کړې ده.

د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر، د یادو استازو د ستونزو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته، هغوی ته ډاډ ورکړی چې ستونزو ته به يې د رسیدنې په برخه کې همکاري وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *