افغانستان 16 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

په پروان کې ۵۶۱ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

memaarpress

د پروان د ځمکو د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د ناستې په جوړولو او  د میاخېل، ملا محمد خېل او ناصري  کلیو د ځینو برخو په لیدنې سره، ۵۶۱.۷۳ جریبه امارتي ځمکه تشخیص او د هغې غاصبان یې مشخص کړل.

دغه راز د دغه ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي تخنیکي هیئت د بګرام ولسوالۍ د خم کلان سیمې له اوسېدونکو سره وکتل او له هغوی سره يې د ځمکې د غصب څخه د ځان ساتلو په اړه خبرې وکړې.

له بلې خوا د ننګرهار د تخنیکي هیئت په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې د کوز کنړ ولسوالۍ د ځمکو د غصب موضوع د ولایت له مقام سره شریکه کړل شي. دغه راز یاد هیئت د کوټ ولسوالۍ او هسکې مینې د میدان سیمه وڅېړله او په پایله کې یې امارتي ځمکه تثبیت کړه.

پر دې سربېره د دوو تېرو ورځو په لړ کې فاریاب، سرپل، جوزجان، تخار، سمنګانو، بغلان او غور ولایتونو کې هم د غصب شویو ځمکو تخنیکي هئیتونو خپلې ناستې کړې دي او د امیرالمومنین حفظه الله فرمان یې خلکو ته تشریح کړی او ترې غوښتي یې دي، چې له غصب څخه ډډه وکړي.

د کابل تخنیکي هیئت، د ملاه ترخېل ښارګوټي د څېړلو راپور جوړ کړ او دوه تخنیکي ټیمونه یې د ګوسفند درې، خاک جبار او د ملا جاوید او المصور ښارګوټو د څېړنې په موخه وټاکل.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *