د ملي دفاع وزارت اعلان کړی، چې د دغه وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب مجاهد د یوه پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته تللی دی.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملي دفاع وزارت تېره شپه د قوس په ١٢مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د ملا یعقوب د سفر موخه د متحده عربي اماراتو له مشرانو او په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو سره لیده کاته او له خلیجي هېوادونو سره د “اسلامي امارت” د اړیکو پیاوړي کول دي. وزارت په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي چې سرپرست وزیر به د متحده عربي اماراتو له چارواکو سره څه خبرې وکړي. د یادولو ده چې څه موده وړاندې ملا محمد یعقوب مجاهد هم قطر ته سفر کړی و. د قطر او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونه هم د افغانستان له اسلامي امارت سره اړیکي لري، خو تر اوسه هېڅ یوه هېواد هم «اسلامي امارت» په رسمیت نه دی پېژندلی.