افغانستان 16 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

فراه: د اسلامي امارت سترې محکمې پر یو کس د قصاص حکم تطبیق کړ

د اسلامي امارت سترې محکمې له لورې نن د فراه ولایت په مرکز کې په یوه کس د قصاص حکم تطبیق شو.

امارت اسلامی

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې : د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کس تاجمير نومېده او او شاوخوا ۵ کاله وړاندې يې د فراه ولایت د پشت کوه ولسوالي اړوند د ګنګ په کلي د مصطفی په نوم یو کس په ډېره بې رحمۍ سره په چاقو وژلی و او د نوموړي موټر سایکل او ټلیفون يې له ځان سره وړي وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې قضیه د دریو واړو(ابتدایه، استناف او تمیز) محکمو په پوره غور سره څېړلې او بیا یې د قصاص حکم پرې کړی دی.
سرچینې همدارنګه ویلي، چې د قصاص دغه پرېکړه د دریو واړو محکمو تر تایید وروسته عالیقدر امیرالمومنین ته استول شوې او هلته هم د پوره احتياط او غور په موخه د عالمانو په یوه مشورتي ناسته کې تائید شوې ده.
د قصاص دغه حکم نن د فراه ولایت په مرکز کې د یوې لویې غونډې په ترڅ کې عملي شوه، چې د سلګونو کسانو تر څنګ د سترې محکمې رئیس، د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال، د عدلیې او بهرنیو چارو، امر بالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارتونو سرپرستانو او ګڼو نورو مسوولینو پکې ګډون کړی وو.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *