افغانستان 16 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

عبدالسلام حنفي: د قوش تېپې کانال د دوهم او درېیم فاز په طرحه او ډیزاین چټک کار روان دی

بلخ ته د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د ملي پراختیا شرکت اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش او مل پلاوي د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې کانال له بېلا بېلو برخو لیدنه وکړه

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې: مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د قوش تېپې کانال له چارو خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د کانال د دوهم او درېیم فاز په طرح او ډیزاین هم چټک کار روان دی.

د ملي پراختیا شرکت اجرایوي رییس عبدالرحمن عطاش له راغلي پلاوي مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې د دې سترې او ملي پروژې چارې به د پخوا په څېر په پوره صداقت او هېوادنۍ مینې پرمخ وړي.

د قوش تېپې کانال د هېواد په شمال کې د ملي پراختیا شرکت له سترو پروژو څخه ده، چې دا مهال په کې تر ۳۲۰۰ ډېره ماشینري کار کوي او چارې یې په ډېرې چټکۍ پرمخ روانې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *