افغانستان 16 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

اسلامي امارت له خصوصي سکتور سره ښو اړیکو ته ژمن دی

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس ډاکتر ملا عبدالواسع نن د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې د رئیس حاجی خان محمد فروتن په مشرۍ د یادې خونې له مدیره پلاوي سره په کتنه کې د دې خونې پر پياوړتيا او لا غوړېدو بحث او خبرې وکړې.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټر ملا عبدالواسع یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې له خلکو په ځانګړې توګه خصوصي سکتور سره یې د کتنو موخه د اسلامي امارت او خصوصي سکتور ترمنځ د اړیکو پیاوړي کول او د واټن له منځه وړل وبلل.

وروسته د افغانستان د کرنې او مالدارۍ تولیداتو خونې رئیس خان محمد فروتن په خپلو خبرو کې اسلامي امارت سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او په بېلابېلو برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه له ډاکټر ملا عبدالواسع سره شریک کړل.

خان محمد فروتن د دې ډول غونډو جوړول اړین وبلل او زیاته یې کړه، چې خصوصي سکتور په ځانګړې توګه د کرنې او مالدارۍ خونه د خلکو او حکومت ترمنځ حیاتي رول لري.

نوموړي دغه راز دغې خونې  ته د اسلامي امارت د ځانګړې پاملرنې غوښتنه هم وکړه.

د ریاست الوزراء د دفتر عمومي رئیس هغوی ته وویل چې د راتلونکي لپاره به لا ډېرې دغه ډول غونډې ولري، ترڅو د هغوی وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې په ټاکلي وخت د اسلامي امارت له مسوولینو سره شريک شي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *