افغانستان 14 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

حامد کرزی له افغانستانه ووت

د افغانستان د پخواني حکومت د مالیې وزیر محمد عمر زاخېلوال وايي، چې په یوه بهرني سفر کې به د دغه هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره ملګری دی.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي زاخېلوال تېره شپه (د قوس ۱۲مه) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې له حامد کرزي سره په سفر خوښ دی. حامد کرزی له افغانستانه ووت. هغه زیاته کړه، له ډېر وخت وروسته خوښ یم چې یو ځل بیا له قدرمن مشر او خپل ګران ملګري پخواني ولسمشر حامد کرزي سره سفر کوم. هیواد ته راستنیدل ډیر خوندور دی. د ژر بیرته راتلو په تمه یم! زاخېلوال په ډاګه نه کړه، چې دوی کوم هېواد ته سفر کوي. خو حامد کرزي ته نږدې ځینو نورو سرچینو ویلي چې نوموړی دوبۍ متحده عربي اماراتو ته روان دی. ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د امریکا د ځانګړي استازي توماس وېسټ او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د افغانستان د یو شمېر سیاسي مشرانو تر منځ پټه غونډه په دوبۍ کې وشي. ملا یعقوب مجاهد، انس حقاني او یو شمېر نور سیاسي شخصیتونه هم دوبۍ ته تللي دي. اشرف غني ته ځینو نږدې کسانو ویلي چې دا غونډه به د افغانستان په اړه جوړه شي او هیله لري چې ښې پایلې به ولري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *