د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، د اقلیمي بحران، جګړو او اقتصادي بې ثباتۍ له امله د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی زیاتیږي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریش نن دوشنبه (د قوس ۷مه) په یوه ټویټ کې ویلي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د اقلیمي بحران، جګړې او اقتصادي بې ثباتۍ له امله لاپسې زیاتیږي. د دې تاوتریخوالي د له منځه وړلو لپاره، ګوټریش لیکلي: موږ د اقلیمي عمل او یو ډیر سوله ایز او عادلانه نړۍ ته اړتیا لرو ترڅو په هر ځای کې د ښځو او نجونو هوساینې ډاډمن شي. په همدې حال کې ملګرو ملتونو اعلان کړی چې په افغانستان کې ښځې او نجونې په نړۍ کې د تاوتریخوالي او محدودیتونو یو له بدو بڼو څخه تجربه کوي. پرون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د ښځو د حقونو د فعالانو په شتون سره د افغان ښځو د هوساینې او حقونو لپاره لاریون وشو.