د سرپرست حکومت د لومړي وزير سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير په کابل کې د ديني مدرسو له يو شمېر استادانو او عالمانو سره وکتل او ويې ويل چې د دوى ټولو ستونزو ته به پاملرنه وشي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت ارګ نن د دوشنبې په ورځ (د قوس ۷مه) په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د وزارت سیاسي مرستیال تېر ماښام د کابل د دیني مدرسو له یو شمېر استادانو او دیني عالمانو سره وکتل. مولوي عبدالکبير وويل، تاسو د اسلام د سپېڅلي دين د خپرولو او ښوونې سپېڅلې دنده لرئ. نوموړي دوی ته ډاډ ورکړ، چې ا.ا د علماوو د ټولو ستونزو د هواري لپاره به جدي هڅې کوي. په اعلامیه کې راغلي: “شیخ اسماعیل، شیخ عبدالغني، شیخ عزیزالله او شیخ عبدالسمیع خبرې وکړې او د اسلامي نظام له حاکمیت څخه یې د خوښۍ په څرګندولو سره وویل، چې اسلامي نظام د ټولو دیني عالمانو او افغانانو خوب وو.” دوی د کابل او طالبانو د مدارسو په اړه هم معلومات ورکړل او خپلې ستونزې یې ورسره شریکې کړې.