د ملګرو ملتونو د نفوسو ادارې په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان نفوس ۴۱ میلیونه اټکل کړی دی.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دې ادارې په دې وروستیو کې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سږ کال د افغانستان نفوس ۲،۲ سلنه زیات شوی دی. سره له دې چې د نړۍ په نورو هېوادونو کې د نفوسو یو سلنه زیاتوالی معمول دی؛ مګر دوه سلنه زیاتوالی غیر معمولي یا چټکه وده بلل کیږي. ملګرو ملتونو دغه اټکل د نورو سرچینو د سروې او همدارنګه په تېرو کلونو کې د افغانستان د نفوسو نږدې شمېرې د اټکلونو پر بنسټ اعلان کړی دی. د يادونې وړ ده، چې د افغانستان نفوس له تېرو ۴۵ کلونو راهيسې په دقيقه توګه سرشمېرنه نه ده شوې.