افغانستان 07 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د افغان نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه لرې کړي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو اندېښنه ښودلې او اعلان یې کړی، چې د طالبانو حکومت باید په افغانستان کې د نجونو د زده کړو پر وړاندې خنډونه لرې کړي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کارپوهانو یوې ډلې په یوه بیانیه کې په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو پر بندولو نیوکه کړې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوولسو خپلواکو کارپوهانو په دې اعلامیه کې ویلي چې په داسې حال کې چې افغان نجونې له ثانوي زده کړو بې برخې دي، ښځې هم عامه ځایونو لکه پارکونو او د سپورټ سالونونو ته له ننوتو منع دي. دغو کارپوهانو دا هم په ګوته کړه، چې پارکونو ته د ښځو پر تګ بندیز د ماشومانو د تفریح، سپورټ او تفریحي فعالیتونو له فرصته بې برخې کوي. د بشري حقونو دغو څارونکو دا غوښتنه هم وکړه چې د طالبانو موقت حکومت دې د بشري حقونو ټولو نړیوالو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي چې افغانستان یې مسولیت لري. د بشري حقونو هغه معیارونه چې افغانستان په آزاده توګه منلي دي په بشپړه توګه پلي کړي او د ټولو نجونو او ښځو حقونو ته په درناوي سره هغوی ته د زده کړې، کارموندنې او په عامه او کلتوري ژوند کې د ګډون لپاره لاره هواره کړي. کارپوهانو د نړیوالې ټولنې له غړو هم وغوښتل چې د افغان ښځو لپاره د برابرو زده کړو د فرصتونو د رامنځته کولو ملاتړ وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *