خبرونه 07 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د فرانسې او تاجکستان مشران د افغانستان په اړه خبرې اتري

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان او د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان پر پرمختګونو او په سیمه کې د هغو د اغیزو په اړه خبرې کړې دي.

معمار وحدت

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ رحمان او مکرون د شنبې په ورځ (نومبر ۲۶) د افغانستان پر وضعیت او راتلونکو پرمختګونو خبرې وکړې. د تاجکستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، دغه خبرې اترې د فرانسې په غوښتنه ترسره شوې او د افغانستان مسئلې د دواړو خواوو د پاملرنې وړ ګرځېدلې دي. په دې کتنه کې د افغانستان د راتلونکي پوځي، سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه د نظر تبادله وشوه. د تاجکستان او فرانسې ولسمشرانو د “سیمې د امنیت د تامین لپاره د یوه مهم شرط په توګه د سولې او ثبات په لور د افغانستان د لارښوونې لپاره” د ګډو لارو چارو پر پراختیا ټینګار کړی دی. دواړو خواوو د سیمه ایز امنیت د تامینولو او د ترورېزم، افراطیت او د مخدره موادو د قاچاق په شان له عصري ګواښونو او ننګونو سره په ګډه د مقابلې په اړه خبرې اترې وکړې. تر دې مخکې تاجکستان او د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو له افغانستان څخه د امو له لارې بلې غاړې ته د ترهګرۍ د خپرېدو د خطر په اړه اندېښنه ښودلې ده.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *