خبرونه 07 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د افغانستان او د هغه د اتباعو د وضعیت په اړه د اردوغان دوه ګونی چلند

په داسې حال کې چې له افغان کډوالو سره د ترکیې غیر انساني چلند دوام لري، د دغه هېواد ولسمشر ادعا کړې چې انقره هڅه کوي چې پر افغانانو د بشري ناورین اغیزې کمې کړي.

طالبان

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره په ګډه خبري غونډه کې د افغانستان وضعیت ته په اشارې سره وویل: د ګډو ګواښونو او خطرونو په پام کې نیولو سره، په افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کول د خپلو افغانو وروڼو او خویندو په وړاندې زموږ د بشري وظیفې تر څنګ اړین دي. اردوغان دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې په افغانستان کې د بشري ناورین سره سره د ترکیې له خوا له افغان کډوالو سره غیر انساني چلند او د هغوی په پراخه توګه اخراج دوام لري. په دې وروستیو کې د بشري حقونو د څار په سازمان کې د ترکیې د څانګې مشرې “ایما سنکلیر ویب” ویلي، چې د ترکیې پولیس د افغان کډوالو تر نیولو وروسته د اخراج مرکزونو ته لېږدوي او بیا یې په خپله خوښه د وتلو اسنادو لاسلیک کولو ته اړوي. د میزان په میاشت کې یوناني چارواکو اعلان وکړ چې د ترکیې پولیسو د افغان اتباعو په ګډون د ۹۲ تنو کډوالو تر نیولو وروسته هغوی اړ کړل چې له پولې واوړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *