افغانستان 06 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ټیلیګراف راپور: طالبانو په قطر کې د نړیوال جام د زیربناوو په برخه کې د میلیونونو ډالرو په پانګونه کي ګټه کړې ده.

د ټلګراف انګلیسي ورځپاڼي راپور ورکړی چې طالب چارواکو په تیرو لسو کلونو کې د قطر له حکومت څخه د نړیوال جام د لوبغالو د جوړولو په پروژو او د دغو لوبغالو د جوړولو لپاره د تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې په ملیونونو ډالر ترلاسه کړي دي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ټیلیګراف ورځپاڼې د راپور له مخې، طالبانو د قطر له حکومت څخه په زړه پورې سبسایډي ترلاسه کړې او بیا یې د درنو ماشینونو په پېرلو کې پانګونه کړې ده.

ویل کیږي چې د طالبانو ځینو غړو په دوحه کې له شپږو څخه تر لسو پورې درانه ماشینونه درلودل چې هر یوه لپاره یې د میاشتې لس زره ډالر ترلاسه کول.

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې د طالبانو یوه ډله په قطر کې مېشت وو او د دې ډلې د سیاسي دفتر په چوکاټ کې له امریکا سره د سولې په خبرو بوخت وو.

د دغه رپوټ له مخې د قطر حکومت د امریکې او ملګرو ملتو په موافقې سره په دوحه کښې د طالبانو د سیاسی دفتر غړیو ته په زرګونو ډالره ورکړی دی.

ټیلیګراف ویلي چې دا پیسې لومړی په نغدو پیسو ورکړل کېدل او بیا په مستقیم ډول د طالبانو بانکي حسابونو ته انتقال کېدل. خو د امریکا او قطر لپاره دا ستونزمنه وه چې معلومه کړي چې دا پیسې څنګه مصرف شوي.

په دوحه کې یوه پخواني جګپوړي افغان ډیپلومات ټیلیګراف ته ویلي چې په دوحه کې د افغانستان په سفارت کې دا یو ښکاره راز و چې د قطري رژیم له خوا مذاکراتي ټیم او د طالبانو سیاسي دفتر ته ښه معاش ورکول کیده او دوی دا حقونه د نړیوال جام لپاره په جوړولو تجهیزاتو کې پانګونه کړې.

دغه پخواني ديپلومات زياته کړه: د دې ترڅنګ حقاني شبکې کله ناکله په عربي هېوادونو کې له مېشتو افغانانو څخه پيسې غوښتې او ژمنه يې کړې چې د نړيوال جام د لوبغالو په جوړولو کې به پانګونه کوي.

په همدې حال کې د طالبانو دوو جګپوړو چارواکو هم ټیلیګراف ته تایید کړې او څرګنده کړې یې ده چې د قطر حکومت له دې ډلې سره د نړیوال جام لپاره د یوه لوبغالي په جوړولو کې مرستې څنګه ولګولې.

ویل کیږي حاجي احمد جان؛ د دې ډلې په تېر حکومت کې د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د نړیوال جام د لوبغالو د جوړولو مسوولینو شرکتونو ته د دروند ماشینونو د کرایې ورکولو د څارنې دنده په غاړه درلوده.

د نړیوال جام د لوبغالو په جوړولو کې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر د غړو ګډون په داسې حال کې نورې پوښتنې راپورته کوي چې قطر د بشري حقونو په نقضولو او له کارګرانو په ناوړه ګټه اخیستنې تورن دی.

د راپورونو له مخې په قطر کې د نړیوال جام د لوبغالو د جوړولو پر مهال تر شپږ زرو زیات کارګران وژل شوي دي. د قطر حکومت دغه احصایه ردوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *