افغانستان 05 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

ذبیح الله مجاهد: امریکا د دوحې له تړون د ځینې مادې څخه سرغړونه کړې ده

د طالبانو حکومت وايي، امریکا د دوحې د هوکړې دوه مادې نه دي عملي کړي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د بندیزونو لرې کول او له افغانستان سره د اړیکو عادي کول د دغه تړون هغه برخې دي چې واشنګټن ترې سرغړونه کړې ده.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طلوع نیوز د راپور له مخې، ذبیح الله مجاهد په دې اړه وویل: «په دې کې ځينې نور ټکي چې دلته ياد شوي دي لکه د مجازاتو لرې کول او له افغانستان سره د اړيکو عادي کول دي چې له بده مرغه امريکا په دې برخه کې اقدام نه دی کړی، موږ هم غواړو چې عملي ګامونه پورته کړي.

د سرچينې په وينا، د دوحې د تړون له لاسليک او له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو او د هغه متحدينو له وتلو وروسته، واشنګټن او کابل يو پر بل د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنوي.

د طالبانو د حکومت ویاند زیاتوي، چې د واشنګټن له لوري د بندیزونو د نه لېرې کېدو دوی نورو هېوادونو ته په سفر کې له ستونزو سره مخ کړي دي. نوموړی له امریکا غواړي چې پر سرپرست حکومت لګېدلي بندیزونه لیرې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ویلي: “کله ناکله زموږ سفرونه له ستونزو سره مخ کیږي، ټول سفرونه نه، سیاسي سفرونه نه، سوداګریز سفرونه نه، خو کله ناکله ځینې سفرونه له ستونزو سره مخ کیږي او دا ستونزه د هغه چا په اوږو ده چې پر افغانستان یې بندیزونه لګولي دي.”

د بهرنیو ځواکونو خوندي وتل، د یوه ټول شموله حکومت رامنځته کول، بین الافغاني خبرې اترې او د امریکا او د هغه متحدینو پر وړاندې د ترهګرو نه عملیات د افغانستان خاوري څخه د دوحې د تړون له څلورو اساسي برخو څخه دي.

له بلي خوا د امریکا جګپوړي چارواکي، اروپايي اتحادیې، روسیې او د منځنۍ اسیا هېوادونو تل د افغانستان له خاورې د ترهګرو د کار اخیستو په اړه اندېښنه ښودلې، خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *