افغانستان 03 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په پنجشېر کې د غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره ګامونه پورته کېږي

په پنجشېر ولايت کې د غصب د مخنيوي او د غصب شويو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېټې پرون غونډه وکړه.

memaarpress

د معمار وحدت خبري آژانس د خبر له مخې، په دې غونډه کې د پنچشیر د استیناف، مستوفیت، عدلیې، ښار جوړونې او کور جوړونې، کار او ټولنیزو چارو، عدلیې، ارشاد، حج او اوقافو د سیمه ییزو څانګو رئیسانو او همدغه راز دامنيه قوماندان او د بازارک ښاروالۍ له مسوولينو چې ددغې کميټې غړيتوب لري ګډون کړى و.

د پنجشېر د کرنې رئیس وویل: د افغانستان اسلامي امارت د غصب شویو ځمکو د بېرته نیولو لپاره هوډمن او ژمن دی او غواړي د دا ډول کمیټو په جوړولو سره دغه ستونزې هوارې کړي.

په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د عدليې، ښاروالۍ او څارنوالۍ له خوا د غصب شويو ځمکو معلومات دې په راتلونکې غونډه کې دغې کمېټې ته وړاندې شي، څو ياده کمېټه وکولای شي د هغې پر بنسټ پرېکړه وکړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *