افغانستان 03 قوس 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه
کپی شد!
0

خلیلزاد: طالبان اوس هم پخوانۍ تېروتنې تکراروي

په افغانستان کې د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد وايي، طالبان په افغانستان کې له نورو سیاسي او ټولنیزو ډلو سره خبرې او زغم نه غواړي او دا کار به د نویو کړکېچونو د رامنځته کېدو لامل شي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبري اژانس د خبر له مخې، زلمي خلیلزاد له TRT تلویزیون سره په خبرو کې ویلي چې طالبان باید د افغانستان تاریخ مطالعه کړي او د تېرو تېروتنو تکرار نه کوي.

خلیلزاد طالبانو ته خبرداری ورکړی چې له نورو سیاسي او ټولنیزو جریانونو سره خبرو او جوړجاړي ته د هغوی نه لېوالتیا به په نهایت کې د افغانانو د مخالفت او حتی د یوې نوې جګړې د رامنځته کېدو لامل شي.

نوموړي په دې خبرو کې پر طالبانو د نیوکې ترڅنګ هغوی ته وویل چې باید د ټولنې د لویې برخې نظریاتو ته درناوی وکړي او زیاته یې کړه: هغوی ځینې جدي تېروتنې کوي چې موږ په تېرو ۴۰ کلونو کې لیدلي دي.

خلیلزاد په دې مرکه کې د افغانستان د کمونست ګوند یادونه وکړه، چې په ۱۳۵۷ کال کې یې واک ترلاسه کړ او نورې ټولې ډلې یې له واکه وغورځولې، چې د ده په باور د کورنۍ جګړې لامل شوې.

د زلمي خلیلزاد په وینا، “که طالبان نه غواړي چې دا تېروتنه [د کمونستانو] وکړي، باید د ټولنې د لویو طبقو نظریاتو ته درناوی وکړي.”

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *