د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د ځوانانو د ذهنونو په بدلولو ټینګار کړی دی
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په مزارشریف ښار کښې له دیني عالمانو سره په مشورتي غونډه کښې له هغوي وغوښتل چې د مدرسو او پوهنتونونو ترمینځ واټن له منځه یوسي.
نوموړي په دې کتنه کې وويل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د افغانستان دښمنانو هڅه کړې چې د مدرسې او ښوونځيو ترمنځ واټن رامنځته کړي.
نديم وويل: په تيرو څلويښتو کلونو کې دښمنانو هڅه وکړه چې د ښوونځي او مدرسې تر منځ او د مدرسې د استاد او پوهنتون استاد ترمنځ شخړه رامنځته کړي. اوس باید له مدرسې او پوهنتون ترمنځ د نفرت د لرې کولو هڅې وشي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر له دیني عالمانو وغوښتل چې په پوهنتونونو کې د دیني مضامینو په تدریس سره خپل دیني رسالت سرته ورسوي.