افغانستان 30 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

سره صلیب: افغانان د فقر په حساس پړاو کې دي

د سره صليب د نړيوالې کميټې د عملياتي څانګې مشر مارتين شوئپ وايي چې د افغانستان خلک په بی رحمي ډول له بېوزلۍ او ناروغيو سره مخ دي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ښاغلي شوئپ تېره شپه (د عقرب ۲۸مهر ) په خپل ټویټر کې لیکلي چې د کلونو جګړو او اقتصادي ستونزو له امله د افغانانو ژوند سخت اغېزمن شوی دی.

هغه زياته کړه، چې افغانستان ته يې د دې لپاره سفر کړى، چې له خلکو او چارواکو سره وګوري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د سره صلیب نړیوالې کمېټې اعلان کړی چې د افغانستان ۹۰ سلنه خلک د ورځې له ۱.۹ ډالرو څخه کم عاید لري.

له بلې خوا، ملګرو ملتونو په دې وروستیو کې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ میلیونه وګړي غذايي موادو ته لاس رسی نه لري او له ۲۴ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *