ټاکل شوې د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډه نن د لسو هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د چهارشنبې په ورځ (د نومبر ۱۶مه) د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي غونډه پیل شوه.
په دې غونډه کې د روسیې، چین، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون لري.
په افغانستان کې ملي پخلاینه، ټول شموله حکومتولۍ، په افغانستان کې سوله او ثبات او د سیمې امنیت د دغې غونډې د موضوعاتو په سر کې دي.
د مسکو په غونډه کې به د طالبانو هېڅ استازی ګډون ونه کړي. ځکه دې غونډې ته طالبان نه دی بلل شوي.
څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو چې د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي ناسته به د دغې ډلې له شتون پرته نیمګړې وي.
د طالبانو د دې نیوکو په ځواب کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هیڅ راز پټ نه دی او هېواد به یې طالبانو ته د افغانستان په اړه د مسکو د مشورتي ناستې پایلې ووايي.