افغانستان 27 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د نړۍ نفوس له 8 ملیارد څخه ډیر شوی

ملګرو ملتونو وړاندوینه کړې چې د نړۍ نفوس به 8 ملیارد خلکو ته ورسیږي او هند به راتلونکی کال د نړۍ ترټولو نفوس لرونکی هیواد شي.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ پرون ملګرو ملتونو په یوه راپور کې وویل چې نن به د نړۍ نفوس اته میلیارده وي او هند به په ۲۰۲۳ کال کې تر چین زیات نفوس ولري.

د هند نفوس ۱.۳۸ میلیارده اټکل شوی چې د چین د ۱.۴ ملیارد نفوس په پرتله لږ څه کم دی لکه څنګه چې نړیوال بانک راپور ورکړی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هند او چین نفوس د نړۍ د ټول نفوس یو پر دریمه برخه جوړوي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په راتلونکو دریو لسیزو کې به په لویدیځه افریقا کې د نفوسو وده د پخوا په پرتله چټکه شي او په روان کال کې به د ۲۱۶ میلیونو وګړو څخه ۳۷۵ میلیونو تنو ته ورسیږي.

په دې حساب به له هند، چین او امریکا وروسته په نړۍ کې تر ټولو زیات نفوس لرونکی هېواد شي.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې تر 2050 پورې به د ډیری فرعي سهارا افریقایي هیوادونو نفوس دوه چنده شي، چې په منځ کې به یې نایجیریا، کانګو، ایتوپیا او تنزانیا په ترتیب سره د نفوس ترټولو لویه او چټکه وده ولري.

ډیری افریقایي هیوادونه چې د ملګرو ملتونو په وینا د نفوس د ګړندۍ ودې شاهد دي ، له ګڼو ستونزو سره چې د بې کارۍ له زیاتوالي نیولې بیا د زیربناوو او کورونو نشتوالي، روغتیايي خدمتونو او ښوونې او روزنې ته د ناکافي لاسرسۍ سره مخ دي او د نفوس وده به دا ستونزې لا هم پیچلې کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *