افغانستان 21 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د کرزي او د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې اوتنبایوا ترمنځ لیدنه؛ د نجونو د ښوونځیو په بیړنۍ پرانیستلو ټینګار

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د دغه هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره وکتل او د نجونو لپاره یې د منځنیو او لېسو ښوونځیو پر ژر پرانېستلو ټینګار وکړ.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د حامد کرزي مطبوعاتي دفتر تېره شپه (د عقرب ١٨مه) يوه خبرپاڼه خپره کړه او ويې ويل: “د هېواد پخواني ولسمشر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبايوا سره دوستانه ليدنه وکړه او هغې ته يې افغانستان ته ښه راغلاست ووايه او هغه مسؤلیت چې یې په غاړه اخیستی دی هغه ورته د بریالیتوب هیله لري.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او سيمې پر اوسنيو حالاتو د خبرو تر څنګ د نجونو لپاره د منځنيو او لېسو د ښوونځيو پر پرانستلو ټينګار وکړ او په هېواد کې يې د دايمي سولې او ثبات د تامين لپاره د ملي خبرو اترو پيلېدل ضروري وګڼل.

داپه داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له څه باندې یوه کال راهیسې داسلامي امارت په واکمنۍ کې دنجونو دښوونځيو دروازې تړلې پاتې دي او نه هم خلاصې شوې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *