افغانستان 21 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د ایران ځانګړي استازي کاظمي قمي: په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي پاکستان ته د خپل سفر خبر ورکړی او وايي چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی.

memaarpress

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان په چارو کې د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د چهارشنبې په ورځ (د عقرب ۱۸) د یوه ټویټ په خپرولو سره خپل سفر اعلان کړ.

هغه لیکلي: “پاکستان ته د سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره د لیدنې پر مهال مې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې امنیت او ثبات د سیمې د هېوادونو د امنیت په معنی دی.”

قمي زیاته کړه: امریکا او د هغې ځینې ملګري هېوادونه په سیمه کې د بې ثباتۍ بنسټ دی.

پاکستان ته د ښاغلي قمي سفر په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د امریکا د سفارت شارژدافیر کرن ډیکر هم پاکستان ته سفر کړی دی.

نوموړي پر ټوېټر لیکلي چې په پاکستان کې د افغان اتباعو د وضعیت په اړه د نویو معلوماتو د ترلاسه کولو په لټه کې دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *