افغانستان 19 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: د دولتي ادارو اوسنۍ اداره باید تعدیل شي

د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، د دولتي ادارو اوسنۍ اداره باید وڅېړل شي، ځکه ډېر کارکوونکي او څانګې بې کاره دي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان په څېر په بې وزله هېواد کې اضافي دفترونو او کارکوونکو ته اړتیا نشته.

د دغه وزارت مرستیال مخدوم عبدالسلام سادات سمنګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال وویل: اوس مهال ۸۰۰ زره دولتي کارکوونکو ته معاشونه ورکول کېږي، خو له تېرو حکومتونو څخه په دې اداره کې پاتې راغلي انفلاسیون د منلو وړ نه دی، ځکه چېرته چې یو کس ته اړتیا وي لس کسان هلته کار کوي.

د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د طالبانو چارواکي د اداري انفلاسیون له امله د یو شمېر دولتي ادارو او د هغوی د کارکوونکو د ګوښه کولو په اړه خبري کوي، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې بې وزلي او بېکاري زیاتېږي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *