افغانستان 19 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

متقي: ملا عمر نړۍ ته ثابته کړه چې په اسلامي نظام او احکامو سره حکومت کول ممکن دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وايي، د دې ډلې پخواني مشر ملا محمد عمر نړۍ ته ثابته کړه چې اسلامي نظام او قوانین لا هم حاکم کېدای شي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ امیرخان متقی وویل چې د دې ډلې مشر د نړۍ مسلمانانو ته دا انګیزه ورکړه چې د «حقې لارې لپاره مبارزه» کامیابه کیږي او هغه نه یوازې پر افغانستان بلکې نړۍ ته یو احسان کړی دی.

امیرخان متقي دغه څرګندونې څو ورځې وړاندې په زابل ولایت کې د ملا محمد عمر د قبر د لیدو پر مهال وکړې، چې اوس د طالبانو ویاند خپره کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د دې ډلې پخواني مشر ویلي وو چې امریکا او متحدین یې باید مات شي او دوی دا کار وکړ.

متقي زياته کړه، که څه هم ملا محمد عمر د افغانستان په يوه کونج کې پټ و، خو په ټول افغانستان کې د هغه امرونه مراعت کیدل.

طالب چارواکو د جاري اوونۍ په لومړۍ ورځو کي اعلان وکړ چې د دې ډلې د پخواني مشر ملا محمد عمر مړی د زابل په سیوري ولسوالۍ کې ښخ شوی دی.

طالبانو نه دي ویلي چې د نوموړي جسد کله په دغه ځای کې ښخ شوی دی.

د افغانستان پخواني حکومت ویلي و چې ملا عمر په ۱۳۹۲ کال کې په پاکستان کې مړ شوی دی.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *