افغانستان 19 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان: ډېر ژر به درې میلیونه چاپ شوي پاسپورټونه کابل ته ورسېږي

د پاسپورټ دفتر اعلان وکړ، چې ۳ میلیونه نوي پاسپورټونه یې چمتو کړي او د پاسپورټونو د وېش بهیر به د خپلو ځانګړو ستونزو په حل کولو سره پیل شي، څو غوښتونکو ته په اسانۍ سره لاسرسی ومومي.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د پاسپورټونو د وېش له ځنډېدو سره سره طالبانو اعلان کړی چې ۳ میلیونه پاسپورټونه یې چاپ کړي او ډېر ژر به هېواد ته ورسېږي.

“نورالله پتمن” د دې وینا سره چې تر اوسه ۳ میلیونه پاسپورټونه چاپ شوي او ډېر ژر به افغانستان ته راورسېږي ویې ویل، د پاسپورټ ریاست هڅه کوي، چې غوښتونکو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو د پاسپورټ دفتر اعلان وکړ چې د خدمتونو د وړاندې کولو د بهیر د ښه والي، د خدمتونو د وړاندې کولو د پروسې د چټکتیا او د تخنیکي پرمختګ په موخه به د پاسپورټونو ویش تر راتلونکې خبرتیا پورې وځنډول شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د پاسپورټونو د زیاتوالي له امله تخنیکي ماشینونه له ستونزو سره مخ دي او ترمیم ته اړتیا لري.

دغه وزارت له غوښتونکو غوښتي چې تر راتلونکي خبرتیا پورې د پاسپورټ دفتر ته له تګ څخه ډډه وکړي.

تر دې مخکې طالبانو د تخنيکي ستونزو له امله د پاسپورټونو وېش بند کړى و او اعلان يې کړى و، چې د ستونزو له حل کېدو سره به يې بېرته پيل کړي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *