افغانستان 19 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

طالبان لا هم د “محرم پرته” د ښځو د سفر مخه نیسي.

یو شمېر مېرمنې وايي، د محرم د نه درلودلو له امله د کابل له هوايي ډګر څخه د دوی سفرونه لغوه شوي دي

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دغه مېرمنې دا ډول بنديز اندېښمن بولي او وايي، د هغه مېرمنې سره چې محرم نه وي، په ځينو نورو ولایتونو کې د کابل هوايي ډګر ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.

خورشید چې د افغانستان اوسېدونکې و، وویل: «دوي ماته له هېواده د وتلو اجازه ورنه‌کړل ځکه چي یوازې وم او محرم له ما سره نه و. وروسته د ډیرو هڅو سره زه وکولای شوم چې خپل پلار له ما سره د یو محرم په توګه ولرم.”

د افغانستان اوسېدونکې مريم وايي: “دوی زموږ پاسپورتونه له ځانه سره ساتلي وو، تر څو چې د الوتنې وخت تېر شو او الوتکه لاړل، بيا يې زموږ پاسپورټونه راکړل او موږ ته يې وويل چې کور ته لاړ شو.”

یو شمېر هغه کسان چې په سیاسي مسایلو پوهېږي په دې باور دي چې په اوسنیو شرایطو کې له محرم پرته د ښځو تګ د شرعي احکامو خلاف کار نه دی.

د سیاسي مسایلو په اړه پوه حسن حقیار وویل: معاصرو فقهاوو ویلي دي چې ښځه کولای شي د ښځو په ډله کې سفر وکړي که چیرې ښځې زیاتې وي او خپل عزت، امنیت او خواهشات یې ترلاسه کړي وي او هیڅ ګواښ نه وي. ”

خو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، له محرم پرته د ښځو د سفر د بندیز په اړه یې حکم نه دی ترلاسه کړی.

د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي وويل: “په دې برخه کې زموږ وزارت ته کوم رسمي مکتوب نه دى راغلى، چې کوم مسافر دې سفر وکړي او کوم مسافر سفر نه شي کولاى.”

په هېواد کې د اسلامي امارت له بيا جوړېدو وروسته زرګونه افغانان د بېلابېلو دلايلو له امله له هېواده وتلي دي. خو د دوی ډیری کورنۍ په افغانستان کې پاتې دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *