د طالبانو ویاند وايي، دوی له نړۍ سره ښې اړیکې غواړي او له امریکا سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کوي.
د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ ذبیح الله مجاهد د شنبې په ورځ (د عقرب ۱۴ مه) په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې له نړۍ سره د ډیپلوماټیکو اړیکو ټینګول د طالبانو هدف او اړتیا ده او له امریکا سره هم ښې اړیکې غواړي.
مجاهد زیاته کړه: “کله چې د امریکا استازی راغلی، موږ تل ورسره د اړیکو د ټینګښت او امنیت په اړه خبرې کړې دي. موږ هیله لرو چې دوی به راشي او ورو ورو به ښې اړیکې برابرې شي او د دوی اندیښنې به حل شي.”
د هغه په وينا، کله ناکله دوحې ته د امريکا د حکومت نوي استازي راځي او د طالبانو استازي هم هلته ځي او پر بېلابېلو موضوعاتو او د افغانستان پر وضعيت خبرې کېږي او پوښتنې ځوابېږي.
مجاهد دې ته په اشارې سره چې د طالبانو حکومت تر اوسه د امریکا په ګډون هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، ویلي چې له هېوادونو سره د دوی خبرې رسمي او دوه اړخیزې دي.
هغه وويل: «زموږ د رسمیت پېژندلی موضوع له يوه هيواد سره ډيره اړيکه نه لري. ملګري ملتونه دي او هلته امریکا له ځینو هېوادونو سره شرافت لري.»
هغه زیاته کړه: “په عمل کې مو هدف ترلاسه کړی دی. له هېوادونو سره زموږ تعامل دوه اړخیز او رسمي دی. دا حقیقت چې ځینې هیوادونه یې نه اعلانوي یوه جلا مسله ده.”