افغانستان 17 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

د طالبانو ویاند: په افغانستان کې به موقت حکومت خپل کار ژر پای ته ورسوي

د طالبانو ویاند اعلان کړی چې په نږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې د موقت حکومت په ختمیدو سره د نويو شرایطو د رامنځته کولو هڅې وشي.

memaarpress.com

د طالبانو ویاند په دوام وویل چې په دوحه کې له امریکايي لوري سره د دې ډلې خبرې روانې دي.

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې په افغانستان کې د نویو شرایطو د رامنځته کولو او د موقت حکومت د ختمولو هڅې روانې دي.

د طالبانو د موقت حکومت ویاند په افغانستان کې د موقت حکومت د ختمیدو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته دغې ډلې موقت حکومت جوړ کړ او دغه حکومت له تېرو کلونو راهیسې دوام لري.

له بلې خوا تر اوسه هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي او بېلابېلو هېوادونو ټینګار کړی چې په دغه هېواد کې د یوه جامع حکومت تر جوړېدو پورې افغانستان نړیوال مشروعیت نه شي ترلاسه کولای.

تر اوسه څرګنده نه ده چې له موقت حکومت وروسته به په افغانستان کې څه ډول حکومت جوړېږي.

د طالبانو ویاند زیاته کړې، چې دغه ډله د امریکا په ګډون د نړۍ له هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې ده.

مجاهد زیاته کړه: “کله چې د امریکا استازی راغلی، موږ تل ورسره د اړیکو د ټینګښت او امنیت په اړه خبرې کړې دي. موږ هیله لرو چې دوی به راشي او ورو ورو به ښې اړیکې برابرې شي.”

مجاهد دې ته په اشارې سره چې د طالبانو موقت حکومت تر اوسه د امریکا په ګډون هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی، وویل چې له هیوادونو سره د دغې ډلې تعامل رسمي او دوه اړخیز دی.

هغه وويل: “زموږ د رسمیت پیژندنې موضوع له يوه هيواد سره ډيره اړيکه نه لري. ملګري ملتونه دي او هلته امريکا له ځينو هېوادونو سره اړيکې لري او نورو هېوادونو ته د دې کار اجازه نه ورکوي.”

هغه په ​​کابل کې د ښځو د حقونو فعالان هم تورن کړل چې له افغانستانه بهر امرونه اخلي.

هغه زياته کړه: “له بده مرغه په ​​دې وروستيو کې يو شمېر ښځې په ځينو ځايونو کې راغونډې شوې دي، چې له بهر څخه يې لاسونه دي چي دوي يې د لاريون لپاره راوغواړي.”

مجاهد ویلي، چې د هېواد خلک باید ثبات او امنیت ګډوډ نه کړي.

هغه زیاته کړه، ترکیې ته د دې ډلې د پلاوي سفر رسمي او له سیاسي تعاملاتو ډک و او په دغه سفر کې یې د افغان کډوالو د تګ راتګ د اسانتیا او د هغوی د غیر ضروري اخراج د مخنیوي په اړه خبرې وکړې

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *