افغانستان 16 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

دبهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال دقرغزستان له استازي سره وکتل

د سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال شير محمد عباس ستانکزي د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طلعت بېک سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړيکو پر پياوړتيا يې ټينګار وکړ.

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د راپور له مخې: د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخی تېره شپه (د عقرب ۱۵مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلی: «داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت سياسي معين شيرمحمد عباس ستانکزي دقرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طلعت بيک او ورسره مل پلاوي سره وکتل.»

ده لیکلي: په دې کتنه کې دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې کتنه کې ښاغلي ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان په پوله کې وروستیو شخړو ته په اشارې سره، د اختلافي مسایلو د حل او د تفاهم او خبرو اترو له لارې د حل غوښتنه وکړه.

په اعلامیه کې راغلي: له قرغزستان سره د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د ټینګښت په برخه کې د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د افغانستان اسلامي امارت به هیڅ ډلې ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *