افغانستان 12 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

یوناما: د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او بشري حقونو د سرغړونې ۲۰۰ قضیې ثبت شوي

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال (یوناما) وايي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی له بشري حقونو څخه د سرغړونې ۲۰۰ قضیې ثبت کړي دي

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یوناما د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی بې ساری بللی او ویلي یې دي چې په دې قضیو کې خپلسري نیول، ناوړه چلند، ګواښونه او وېرول شامل دي.

دغه دفتر نن چهارشنبې دعقرب 11مه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسېدو په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي.

یوناما لیکلي: “راځئ چې ټول د خبریالانو په ساتنه کې مرسته وکړو او د سزا ورکولو څخه معافیت پای ته ورسوو.”

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، سږ کال تر ۷۰ ډېر خبریالان د کار له کبله وژل شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د خبريالانو د وژنې ډېرې پېښې نه دي څېړل شوي. افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

د طالبانو تر واکمنۍ مخکې خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا د هدفي وژنو یو هدف و.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته که څه هم د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې پېښې کمې شوې دي. خو خبریالان د طالبانو له محدودیتونو او ګواښونو سره مخ دي.

په دې یوه کال کې په افغانستان کې نږدې نیمايي رسنۍ تړل شوې او ډېری خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم له هېواده کډوال شوي دي.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *