افغانستان 11 عقرب 1401 - 2 سال پیش زمان تقریبی مطالعه: 0 دقیقه
کپی شد!
0

په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه څېړنه پیل کوي

په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې قاضیانو په افغانستان کې د جنګي جنایتونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه د تحقیقاتو د بیا پیلولو لپاره د دغې محکمې د څارنوال غوښتنه ومنله

memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دا پرېکړه د دوشنبې په ورځ (د عقرب ۹مه) اعلان شوه.

د هاګ د محکمې قاضیانو ویلي چې د افغانستان اوسني واکمنان د تورنو شویو جرمونو په اړه معقولې څېړنې نه کوي.

د هاګ د محکمې په وینا، طالبانو دا ثابته نه کړه چې د جنګي جرمونو او د بشریت ضد جرمونو په اړه د دې محکمې د څارنوال له خوا غوښتل شوې څېړنې ترسره کړي.

یو کال وړاندې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوال کریم خان غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې دې تحقیقات بیا پیل شي ځکه چې د طالبانو په واکمنۍ کې د رښتینې اغېزمنې څېړنې امکان نشته.

هغه ویلي وو چې غواړي د طالبانو او د داعش د خراسان څانګې له خوا په ترسره شویو جرمونو څېړنې ترسره کړي.

په 2020 کې، دې محکمې د هغو جرمونو په اړه څیړنې ته اجازه ورکړه چې د افغان حکومتي ځواکونو، طالبانو، امریکایي ځواکونو او بهرنیو استخباراتي اجنټانو لخوا ترسره شوي.

ټاکل شوي و چي دا څیړنه د سلف خان او فاتو بنسودا لخوا ترسره شي. خو د امریکا پخواني حکومت پر څارنوالانو بندیزونه ولګول.

خو دا څېړنه د افغان حکومت د پخوانيو چارواکو له غوښتنې وروسته ودرول شوه. پخپله افغان حکومت باید د جنګي جرمونو د تورونو په اړه تحقیقات وکړي.

د جرمونو نړیواله محکمه په 2002 کې په هغو هیوادونو کې د جرمونو د محاکمې لپاره جوړه شوه چې د مجرمینو د راوستلو توان نه درلود یا نه غوښتل چي د جرمونو عاملین د محکمې عدالت ته وسپاري.

نویسنده
مدیر
مطالب مرتبط
  • نظراتی که حاوی فحش و افترا به هیچ عنوان پذیرفته نمیشوند
  • حتما با کیبورد فارسی اقدام به ارسال دیدگاه کنید فینگلیش به هیچ هنوان پذیرفته نمیشوند
  • موارد درگیری با کاربران در پاسخ به نظرات دیگر کاربران پذیرفته نمی‌شود.
نظرات

دیدگاهتان را بنویسید!

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *